خبرونهاقتصادټولنه

په فراه کې د ۱۹،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څو سړکونو چارې بشپړې شوې

کابل، د کب ۲۹مه، باختر
د فراه د ښاروالۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۹،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲،۵ کیلو مترو په اوږدوالي د سړکونو د رغولو چارې بشپړې شوې دي.
د یاد ولایت ښاروال مولوي محمد ولي ادريس د ياد سړک د پرانیستې پر مهال د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت په مرکز لومړۍ، درېيمه، څلورمه، پنځمه او شپږمه ناحیه کې د ۱۹.۵ ميليونه افغانيو په لګښت د ۲.۵ کيلو مترو په اوږدوالي د ښاروالۍ ریاست له پراختيايي بودیجې دغه سړکونه په اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د یاد ولایت په بېلا بېلو ناحيو کې د ۹۰ ميليونه افغانيو په لګښت یو شمېر رغنیزې پروژې هم پلې کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته