خبرونهامنیت

په فاریاب کې یو سړي پنځه تنه ووژل

کابل / د وري ۲۳ مه / باختر

د فاریاب مسوولین وايي چې په نشه يي توکي یو روږدي کس د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې ۵ تنه ووژل او یو بل یې ټپي کړ.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمی الدین محمدي باختر آژانس ته وویل چې دغه کس په نشه يي توکو روږدی و چې د خپلې مېرمنې په ګډون یې یوه ۱۶ کلنه جلۍ او یو ځوان وژلی دی په ورته وخت کې یې خپل پلار او یو قومي مشر هم ژوبل کړی دی.

سرچینه زیاتوي چې یاد کس له امنیتي ځواکونو سره هم جګړه پيل کړه چې په دې جګړه کې د اسلامي امارت یو غړی شهید او مهاجم د نورو امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شو.

ویل کېږي د دې پېښې علت تر اوسه ښکاره نه دی؛ خو په دې اړه څېړنې روانې دي.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته