خبرونهاقتصادټولنه

په غور کې ټړل شوې لارې د ترافیکو پرمخ خلاصې شوې

کابل، د کب ۱۲مه، باختر

د غور د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله تړل شوې لارې بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصې شوې دي.

د دغه ولایت د ټولګټو چارو رئیس مولوي عبدالکریم ابوشعیب باختر آژانس ته وویل چې نن وروسته له غرمې د غور – کابل، غور – فاریاب او شپږو ولسوالیو لارې د تېرو دوو ورځو راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وې د دغه ریاست د ټیمونو په هڅو خلاصې شوي او واورو کې بند مسافر هم ژغورل شوي دي.

ورته مهال د دغه ولایت اوسېدونکي د لارو د خلاصون او پر وخت د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د سیمه ییزو ادارو د هڅو ستاینه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته