خبرونهامنیت

په غور کې د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول

۳۴- کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
د غور په ساغر ولسوالۍ کې تېره شپه د وسله والو طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول.
د غور د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو د غور د ساغر ولسوالۍ په زاوه او ورثه کلیو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د امنیتي منسوبینو له مقاومت سره مخ شول.
خبرځای زیاته کړه چې په بریدونو کې یو وسله وال طالب ووژل شو او یو بل یې ټپي شو.
خبرځای زیاته کړه چې په نښتو کې دوه پوځیان هم ټپیان شوي دي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته