کابل/ د وري٣٠مه / باختر
د خوړو نړیوال سازمان د افغان- ايد موسسې په همکارۍ په غور کې پر٣ زرو ٢٣٣ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل.
د افغان- ايد موسسې یوه مسوول د باخترآژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په هېواد کې د اقتصادي بحران د مخنیوي او په فیروز کوه ښار کې د اړمنو کورنیو د لاسنیوي په موخه دغې موسسې له ٣٢٣٣ اړمنو کورنیو سره چې پخوا سروې شوې وې، د اوړو، غوړيو، دال او مالګې مرسته وکړه.
په ورته وخت کې د حق خیریه بنسټ په خوست کې نن له ۳۲۴ کورنیو خوراکي توکومرسته وکړه.
\ ذ