خبرونهټولنهروغتیا

په غزني کې په نشه يي توکو د ۲۵۰ روږدو درملنه وشوه

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر

د غزني د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وايي چې په نشه يي توکو ۲۵۰ روږدي له درې میاشتنې درملنې وروسته نن بېرته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د یاد ولایت والي حافظ محمد امین عمري د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د عامې روغتیا ریاست سره په ګډه همغږۍ درې میاشتې مخکې د یوه کمپاین په ترڅ کې په نشه يي توکو ۸۰۰ روږدي راټول شوي وو، چې نن له یاد شمېر څخه ۲۵۰ تنه له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شوې.

یاده دې شي چې تر دې مهاله په یاد ولایت کې د شاو خوا ۲۰ زره روږدو کسانو درملنه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته