خبرونهورزش

په غزني کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

کابل، د وري ۱۳مه، باختر

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له لوري د غزني ولایت په گيرو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې دي.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست مسوولین وایي چې د یاد ولایت د گيرو ولسوالۍ اړوند په احد کلي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې چې پیل لوبه کې د ډيسې اتلانو لوبډله وتوانېد، احد ستوري لوبډلې ته د شپږو وېکټو په توپیر ماتې ورکړي او بریا خپله کړي.

هېره دې نه وي، چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی او د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه ياده شوې، چې ۹ ورځې به دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته