خبرونهاقتصادټولنه

په غزني کې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو ۳ کوچني بندونه جوړ شول

کابل، د سلواغې ۲۳مه، باختر

د غزني په مرکز او اندړو ولسوالۍ کې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د ۳ کوچنیو بندونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د غزني والي حافظ محمد امين جان عمري د دغو بندونو د پرانېستې پر مهال وويل، چې د دغو بندونو د جوړېدو موخه د ژمي په موسم کې د کاريز او باران د اوبو زېرمه کول او د سېلابونو د خطر مخنيوى دى.

د عمري په خبره، د غزني سیمه ییزه اداره د سېلابونو د کنټرول او د اوبو د زېرمه کولو هڅې کوي او د اوبو او انرژۍ وزارت په پام کې لري چې په هره ولسوالۍ کې د باران اوبو د زېرمه کولو او سېلابونو د مخنیوي په موخه یو – یو کوچنی بند جوړ کړي.

په همدې حال کې د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس مولوي محمد ادريس حنيف وايي، چې د دغو وړو بندونو په جوړېدو سره سلګونه جريبه ځمکه د سېلابونو له خطره ژغورل شوې او د اوبو لسګونه جریبه کرنيزې ځمکې له اوبو څخه برخمنې شي.

د هغه په وينا، د اوبو دغه واړه بندونه د ناروې د کمېټې په مالي مرسته د غزني د اندړو ولسوالۍ د خرخشه، واحمدي او د غزني د مرکز جبار وال په کليو کې جوړ شوي دي.

په همدې حال کې په غزني کې د ناروې د کمېټې مسوول سيد محمد نويد باختر آژانس ته وويل چې په دغو دريو بندونو نږدې ۷ مليونه افغانۍ لګښت راغلی چې هر يو بند د ۱۱ زره  متر مکعب اوبو د زيرمه کولو وړتیا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته