خبرونهامنیت

په غزني کې د تېرو ۹ میاشتو پرمهال نږدې ۵۰۰ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي

کابل، د مرغومې ۲۸مه، باختز
د غزني امنیي قومانداني مسئولین وایي چې د یادې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په تېرو ۹ میاشتو کې ۴۸۰ تنه د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور نیولي چې دوسيې یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
د دغه ولایت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د کشف آمر غیاث الدین همت وایي چې یاد کسان په ۳۲۴ جنایي پېښو کې ښکېل وو او له یادو کسانو څخه ۲۲ غلا شوي موتر، ۳۰ موټرسایکل، ۲۰ میله سپکې وسلې او نور نظامي مهمات هم تر لاسه شوي دي
نوموړی زیاتوي چې له نیول شویو کسانو څخه ۱۰ زره ۳۷۰ سعودي ریال، ۱۷ زره آمریکایي ډالر، ۱۳ میلیون ۹۰ زره افغانۍ او ۴.۵ میلیونه کالدارې هم ترلاسه شوي, چې بېرته خپلو مالکانو ته د دغه مدیریت له لوري سپارل شوې دي.
د غزني د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسئولین وایي چې د یادو کسانو په نیولو سره په دغه ولایت کې د جنایي جرمونو کچه ټېټه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته