کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د غزني د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۶.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل – کندهار لويې لارې د تنویر لړۍ پیل شوه.
د غزني ښاروال مولوي محمد نبي حمزه د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې
په دغه ښار کې د کابل – کندهار لویه لاره ۸ کیلو متره اوږدوالی لري چې ۳ کیلو متره له پخوا روښانه شوې وه او د پاتې ۵ کیلو متره لارې د تنویر لړۍ نن پیل شوه.
یاده دې شي چې په دغه ښار کې له فتحې وروسته د ښاروالۍ له لوري ګڼ شمېر ټولګټې پروژې پلې شوې او یا یې چارې دوام لري.