کابل، د غوايي ۲۵ مه، باختر
په شبرغان ښار کې د دوه کيلومترو په اوږدوالي او اوه مترو په سور د یو سړک د کریړ اچولو کار نن پيل شو.
د دغه سړک د پرانیستلو په مراسمو کې د جوزجان والي داملاشعيب رسالت وويل، چې دغه سړک به د شبرغان ښاروالۍ له بودجې څخه د څه ناڅه پنځه سوه زرو افغانيو په لګښت کریړ واچول شي.
رسالت زياته کړه، چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره د ۲۰ کليو او سلګونو کورنيو ستونزې لري کېږي.
دغه راز د شبرغان ښاروال مولوي حبيب الله وويل، چې دغه پروژه د شبرغان ښار د ميرويس مېنې او يکه باغ کليو د اوسېدونکو ستونزو ته په پاملرنې سره د پلې کېدو په حال کې ده.
د شبرغان ښاروال د څرګندونوله مخې ټاکل شوې له دې وروسته د پرمختیايي او بنسټیزو پروژو د تطبیق ترڅنګ، هغه پروژې چې کار یې نیمګړې پاتې دی، بشپړې شي.
جهانیار