دمشق- نيوزونو – باختر دمرغومي دمياشتې ٢١
دسوريې په شمال کې تيره اوونۍ د سوريې د دولت دمخالفو ياغيانو او د عراق شام داسلامي دولت په نامه ديوې ډلې دجګړه مارانو ترمنځ نښته کې څه نا څه ٤٨٢ تنه ووژل شول .
دنيوزنو د خبري سايټ دخبرله مخې : په وژل شويو کسانو کې ٢٤٠ ياغيان ١٥٧ تنه په القاعده پورې اړوند جګړه ماران او ٨٥ ملکي وګړي شامل وو.
دغه جګړې دسوريې دشمال په څلورو ولايتونو کې شوي دي .
په همدې حال کې ، د سوريې سرتيرو هغه په لسګونو تنه ياغيان چې دحمص ښار
په بيلابيلو سيمو کې د پوځيانو د محاصرې د ماتولو په هلو ځلو وو ، ووژل .
خودسوريې دحکومت د ځواکونو دسر دزيان په اړوند کوم خبر نه دى ترلاسه شوى .
0 1 دقیقه لوستل