خبرونهاقتصادټولنه

په سمنګانو کې ۷.۷ کیلو متره سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د لېندۍ ۲۰ مه، باختر

د سمنګانو د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د ۷.۷ کیلومتره سړک د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د سمنګانو د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ثمرالدین شاهرخي د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت د مرکز ایبکو د کارته ابومسلم ښارګوټي په ساحه کې ۷.۷ کیلومتره سړک د رغولو چارې د UNOPS دفتر په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه ا فغانیو په لګښټ بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادونې وړ ده، چې یاد سړک ۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په بشپړېدو سره یې د ۱۲۳۲ کورنیو ترانسپورټي ستونزې لرې شوي او د سمې یو شمېر کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته