کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
په سمنګانو کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د زهرجن ګاز له امله ۳ تنه کان کیدونکي مړه شوي دي.
د دره صوف ولسوال محمد نسيم خيبر شکان د باختر آژانس خبريال ته وويل دغه کان کیندونکي نن سهار د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان ته څېرمه په کار بوخت وو، چې د ګاز نیونې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې دغه کارګر ځوانان د دایکنډي له شهرستان ولسوالۍ څخه سمنګان ته د کار لپاره راغلي وو.