خبرونهټولنه

په سمنګانو کې ۱۲۳۹ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې

کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر
د سمنګانو د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (UNOCHA) په مالي ملاتړ د څښاک اوبو ۶ شبکې بیا رغول شوې دي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه شبکې په مرکز ایبک، حضرت سلطان او فیروز نخچیر ولسوالیو کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت بیا رغول شوې چې په کې د ۶۴ او ۹۵مترو په ژوروالي د دوو څاګانو کیندل، د ۱۲ زره ۹۷۲ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د (۱۰، ۲۰، ۲۵، ۴۰، ۴۵) متر مکعب په وړتیاوو د اوبو د ۵ زېرمو جوړول او بیا رغول او د ۱۳۳ نل لیکو نښلول شامل دي.
د یادو شبکو په بشپړېدو سره د مرکز او نوموړو ولسوالیو ۱۲۳۹ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته