کابل / د ثور ۷ مه / باختر
د سمنګانو ولایت درې صوف ولسوالۍ کې د ۱۶ کیلو متره سړک جوړولو چارې پيل شوې.
د کوز درې صوف ولسوال شیخ فضل الله ثاقب د باخترآژانس خبریال ته وویل چې یاد سړک د کار په بدل کې د خوړو پروګرام په آډانه کې رغول کېږي چې په جوړېدو سره به یې د سیمې د خلکو زیاتې ستونزې اوارې شي.
د درې صوف ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د ساعتو مزل په لږ وخت کې طی کوي.
ع