خبرونهاقتصادټولنه

په سمنګانو کې د اوبو د ۳ کوچنیو بندونو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د مرغومې ۱۹ مه، باختر

د سمنګانو د سیندیزې حوزې مسوولین وايي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت په یاد ولایت کې ۵ میلیونه ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو د ۳ کوچنیو بندونو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

د یادې حوزې رئیس ملا محمد عمر انس د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې لومړۍ پروژه د دغه ولایت په مرکز رباطک کلي کې د ۲ میلیونه ۵۰۰ زره او دویمه پروژه یې د خرم او سارباغ ولسوالۍ په ده اصل کلي کې د ۱ میلیونه ۱۰۰ زره او درېیمه پروژه د حضرت سلطان ولسوالۍ په کوکجرکلي کې د ۲ میلیونه ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.

نوموړي د دغو بندونو د جوړولو موخه ترځمکې لاندې د اوبو پیاوړتیا او د موسمي سېلابونو مخنیوی بللی دی.

د یادونې وړده، چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به په دغو سیمو کې د اوبو د نشتوالي ستونزه حل او د اوبو د ضایع کېدو مخه به ونیول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته