کابلباختر دسنبلي٢٠
دسترې محکمې کفيل قضاوتپوه بهاوالدين بها نن له غرمې وروسته دخپل کار
په دفتر کې د نشه يي توکو د ابتدائيه اواستيناف محکمو له اتو تنوقاضيانو او دسترې محکمې د عامه امنيت د ديوان له ځينو مستاشارانو سره چې په يو سير علمي کې د ګډون په مقصد د روان کال د وږي د مياشتې له نهمې نيټې څخه تر اوولسمي نيټې پورې د ترکيې جمهوريت ته تللي وو او بيرته را ستانه شوي دي ، وکتل .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ :
ددغې کتنې په پيل کې دنشه يي توکو د ابتدائيه محکمې رييس قضاوتپوه محمد زمان سنګري چې دهييت مشرتوب يې په غا ړه درلود ، دهغو پروګرامونو جزئيات چې دظرفيت د لوړ ولو اودتجربو د تبادلې په لاره کې اجراشوي و، بيان کړل او ددواړو هيوادونو دجزايي قوانينو او دعملي اجرااتوداختصاصي لکچرونو وړاندې کول او مقايسوي تدريس ، دقضايي معلوماتو د مرکز په ګډون دمهمو عدلي اوقضايي ارګانونو او دملي قضايي اکاډمي او ددغه هيواد دمهمو تاريخي سيمو کتنه يې ګټوره او ارزښتناکه وبلله او دترکيې جمهوريت دعدلي اوقضايي مقاماتو د ښه هرکلي له ا مله يې مننه و کړه .
وروسته د سترې محکمې کفيل قضاوتپوه بهاوالدين بها دافغا نستان د قضايي سيستم دبيانولوپه ترڅ کې ،له هيواد څخه په بهر کې دقاضيانو د علمي ، روزنيزو اومشاهداتي سفرو و د زمينو د برابرولو په تګلوري کې دقضائيه قوې استراتيژۍ چې دبشري منابعو د ضايع کيدو د جبيره کولو په مقصد ترسره شوي وه ،بيان کړه او زياته يې کړه چې قاضيان د دغو سفرونو په تر سره کولو سره مهم فرصتونه پيدا کوي چې په خپله کاري برخه کې د بهرنيو پرمختګونو او انکشافاتو په باب اطلاعات وړاندې کړي او دخپلې مسلکي او حقوقي پوهې کچه لوړه کړي او د حقوقي اوقضايي مسلو د حل کولو په لاره کې له پراخ نظر څخه ګټه واخلي لکه څنګه چې سترې محکمې د دغې ستراتيژۍ د ښه تحقق په مقصد د مصر ، پاکستان، ترکيې،کوريا او دايټاليا له هيوادونوسره تفاهم ليکونه لاسليک کړي دي اوله ځينو نورو هيوادونو سره يې هم زياتې اړيکي تامين کړي دي .
بهازيا ته کړه : ستره محکمه هيله لري چې قاضيان له دغه علمي سفرڅخه خپل درک او برداشتونوته عملي اړخ ورکړي اوله نورو قاضيانو اوهمکارانو سره شريک کړي ځکه د ګټور علم مميزات د هغه رواجول او عامول دي او موږ خپلو وظيفوي مطلوبو هدفونو ته نږدې کوي .
0 2 دقیقې لوستل