خبرونهټولنهروغتیا

په سرپل کې په سلګونو کيلوګرامه تېرتاريخ درمل وسوځول شو

کابل، د غبرګولي٤مه، باختر

د سرپل د عامې روغتیا مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې یې يو ټن تېرتاريخ درمل سوځولي دي.

د سرپل د عامې روغتيا رياست باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره ليکلي چې دغه تېرتاريخ درمل  د سرپل د عامې روغتيا رياست او د سانچارک ولسوالۍ د پلاوي په همکارۍ له درملتونونو څخه راټول کړای شول.

د سانچارک ولسوالۍ امنيه قوماندان وويل چې دغه درمل د پلاوي پر وړاندې وسوځول شول.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته