خبرونهاقتصادټولنه

په سرپل کې پر څه باندې ٣٠ کیلو متره سړک د جغل اچولو چارې پیل شوې

کابل، د غوايي ٣مه، باختر
د سرپل د ټولګټو ریاست مسوولینو د دغه ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې پر څه باندې ٣٠ کیلو سړک د جغل اچولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه د دغې پروژې د پرانیستلو پر مهال وویل چې د چارواکو د ژمنې له مخې به سږ کال سرپل کې سل کیلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.
ورته مهال د یاد ولایت د ټولګټو رئیس مولوي اسدالله مسرور باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د دغه ریاست له لوري د نږدې ٤ میلیونه افغانیو په لګښت سرپل مرکز بلغلي کلي څخه د کوهستانات ولسوالۍ اړوند علف سفید کلي پورې د ٣٢ کیلو متره په اوږدوالي پر سړک د جغل اچولو چارې پیل شوې دي.
هېره دې نه وي، چې په ياده پروژه کې د سیمې اړوند یو شمېر کسانو ته د دوه نيمو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته