خبرونهټولنه

په سرپل کې د دریو قومونو ترمنځ ۴۰ کلنه شخړه حل شوه

کابل، د سلواغې ۲۴مه، باختر

د سرپل ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د « غلجایي، چاکر او سند» قومونو ترمنځ رامنځته شوې شخړه د ځايي چارواکو، قومي مخورو او دیني عالمانو په منځګړیتوب حل شوه.

د دغه ولایت امنیه قومندان مولوي عبدالبصیر مظهري د خلکو ترمنځ سوله کول د اسلامي امارت لومړیتوب یاد کړ او ویې ویل چې موږ ټول باید په ورورولۍ ژوند وکړو او له نفرتونو څخه ډډه وکړو.

د نوموړي په وینا د دغو قومونو ترمنځ په رامنځته شوې شخړه کې دوه کسان مړه شوي هم وو چې اوسمهال یې روغه وکړه.

ورته مهال د دغو قومونو مشرانو د سیمه ییزو مسوولینو هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې له دې وروسته به خپلو منځونو کې شخړه نه کوي او په ورورولۍ به سره ژوند تېروي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره تر دې دمه سلګونه دې ته ورته لویې او وړې شخړې حل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته