خبرونهاقتصادټولنه

په زابل کې سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې د سېلاونوله خطرڅخه خوندي شوې

کابل / د چنګاښ ۱۴ / باختر

د یواستنادي دیوال په جوړېدو سره په زابل کې سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې او لسګونوکورونه د سېلاونو له خطرڅخه خوندي شول.

دغه دیوال د ۱۱۰ متروپه اوږدوالي په شهرصفا ولسوالۍ کې د سیند ترڅنګ جوړشو.

د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د دغه استنادي دیوال په جوړېدوسره ۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې او لسګونوکورونه د سېلاونو له خطرڅخه خوندي شول.

ویل کېږي د دغه دیوال په جوړولو کې یو میلیونو ۵ سوه زره افغانۍ لګول شوي دي.

بزګرانو د دغه دیوال له جوړېدوڅخه خوښ دي او وايي کلونه کلونه کېږي چې د سېلاونو له امله د دوی کرنیزوځمکوته زیان رساوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته