خبرونهاقتصادټولنه

په زابل کې د ۴.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د ۲۲ پروژو چارې بشپړې شوې

کابل، د کب ۶مه، باختر

د زابل د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز کلات په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې ۲۲ ښوونځیو ته سولري برېښنا برابره شوه.

د یاد ولایت د پوهنې رٸيس مولوي ګل ولي متقي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وويل، چې د دغه ولایت د مرکز کلات په ګډون شاجوی، سيوري، شهرصفا، نوبهار او مېزانې ولسواليو په ۲۲ ښوونځیو کې د ۴.۵ ميليونو افغانیو په لګښت سولري برېښنا برابره شوې ده.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې دې ته ورته پروژې پلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته