خبرونهورزش

په روزګان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲۰ اوریزې سیالۍ پیل شوې

کابل، د لړم ۲۹مه، باختر

د روزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ۱۶ لوبډلو ترمنځ  د (اسلامي نظام زموږ ګډ کور دی) تر عنوان لاندې د هارډ بال ۲۰ اوریزې سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو د پیل پرمهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي وویل چې موږ به تل د خپلو ځوانانو د خدمت او سالمو هیلو پوره کولو لپاره هلې ځلې کوو او د دوی د تشویق او یووالي لپاره به خدمت کوو.

قریشي زیاته کړه دا چې دغه سیالۍ مو د (اسلامي نظام زموږ ګډ کور دی) تر نامه لاندې جوړې کړي د ټولو ځوانانو غواړم چې د اسلامي نظام لپاره خپل مسوولیت وپېژني او خدمت یې وکړي.

ورته مهال د یاد ولایت د کرکټ بورډ آمر خیر الله افغان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسوولینو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه سیالۍ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې چي یوه میاشت به دوام وکړي.

افغان زیاته کړه چې د کرکټ د پرمختګ په موخه غواړو ټولو ولسوالیو کې دې ته ورته سیالۍ په لاره واچوو.

په همدې حال کې یوه شمېر لوبغاړي چې په یادو سیالیو کې یې برخه اخیستې وايي چې په لومړي ځل ورته د هارډ بال کرکټ سیالۍ برابرې شوې او دې برخه کې یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د کرکت ۲۵ اوریزې سیالۍ پیل شوې او اوس هم روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته