خبرونهاقتصادټولنه

په روزګان کې د څه باندې ۳۵ میلیونو ډالرو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوې دي

کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر

په روزګان ولایت کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ د نړیوالو او خصوصي موسسو له لوري د ۳۵ میلیونه ۱۷۱ زره ډالرو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.

د یاد ولایت والي مولوي محمد علي جان د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د ۱۴۰۲ کال له پیل تر دې مهاله د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې د نړایوالو او خصوصي موسسو په مالي ملاتړ د ۳۵ میلیونه ۱۷۱ زره ډالرو په لګښت تعلیمي، روغتیايي، کرنې او مالدارۍ، پراختیايي او بشري برخو کې بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.

هغه وویل، چې په یادو پروژو کې ۱۴۷ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته