کابل، د زمری ۳مه، باختر
د روزګان ولایت په خاص روزګان ولسوالۍ کې د هاوان ناچاوده سرګلولې له امله دوه ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د روزګان امنیې قوماندانۍ ویاند اغاولي قریشي باختر آژانس ته ویلې، چې تېره ورځ د یاد ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ اړوند ششپر سېمه کې د ناچاوده هوان د سرګلولې د چاودنې له امله دوه ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادوني وړ ده چي دې ته ورته څو نوري پېښې هم په دغه ولایت کی رامنځ ته شوې دي.
صدیقي