کابل، د غبرګولي ۱۴ مه، باختر
روزګان مرکز ترینکوټ کې د روغتیایې علومو انیستیتوټ د پینځو څانګو لپاره له ۱۲۰ نارینه او ښځینه زده کوونکو څخه د کانکور ازموینه واخیستل شوه.
روزګان د روغتیایي علوم انیستیتوت په کال ۱۳۹۴ کي د پوهني وزارت څخه د فعالیت جواز اخیستی، چي تر دې مهاله د عالي نرسنګ، قابلګي، فارمسي او د غاښونو پروتیز څانګو څخه ۳۱۰ تنه نارینه او ښځینه فارغان لري او دا مهال ۱۷۰ تنه محصلین خپلي زده کړي کوي.
د کانکور ازموینې د پیل په مراسمو کې د یاد انیستیتوت مؤسس انجینر شبیر باخترآژانس ته په خپلو خبرو کې وویل، چي د ۱۴۰۱ لمریز کال د محصلینو د جلب لپاره د ۱۲۰ تنه نارینه او ښځینه زده کوونکو څخه د کانکور ازموینه واخیستل شوه.
د شبیر په خبره چي دغه انیستیتوت به د عالي نرسنګ، قابلګي، فارمسي، د غاښونو پروتیز او لابراتوار څانګو کې محصلین جذب او پر معیار برابر به هغوی ته زده کړې ورکړي.
صدیقي