کابل / د سلواغې ۳۰ مه / باختر
د دایکنډي د عامې روغتیا رییس د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې لس درملتونونه د سرغړونې له امله وتړل.
د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست باخترآژانس ته د یوې خبرپاڼې په لېږلوسره ویلي دي چې د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس د روغتیايي مرکزونو د څېړنې په وخت کې د چارو د ښه والي په خاطر د روغتونونو او درملتونونو له مسوولینوسره خبرې کړې، د هغوی ستونزې یې اورېدلي او د نورو ستونزو د حل کولو ژمنه يې ورسره کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ۷ درملتونونه، ۲ لابراتوارونه او د التراساوند یو تشخیصیه مرکزد جواز د نه لرلو او د نورو قانوني سرغړونو له امله وتړل شول.
په دایکنډي ولایت کې د ټولو دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو څېړنه دوام لري.
ع – ج