کابل /دثور ٩مه /باختر
د ١٤٠٠کال د کانکور ازموينه پرون په دايکنډي کې پيل شوه
د دايکنډي د کانکور ازموينې د ملي کمېټې مسوول دوست محمدفيضي باختر اژانس ته وويل چې په دايکنډي کې د ١٤٠٠ کال د کانکورپه ازموينه کې د ١٩٢٩ نجونوپه ګډون ٤٢٥٢تنو نومونه ليکلي دي .
هغه وويل چې دغه ازموينه به درې ورځې دوام وکړي او نتيجه به يې د هېواد په کچه يوه مياشت وروسته اعلام شي.
ختم- ج –ا