خبرونهامنیت

په خوست کې یو کس د یوې کورنۍ د ۵ غړو د قتل په تور ونیول شو

کابل، د مرغومې ۲۰مه، باختر

د خوست امنیتي چارواکي د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د ۵ غړو د وژلو په تړاو د یوه کس د نیولو خبر ورکوي.

د امنیتي چارواکو په وینا، تېره شپه ناوخته د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند تڼیو ولسوالۍ ځواکونو د نریزې په سیمه کې هغه زوم نیولی چې خپل خسر، خواښې، دوې ښينې او یو اوښی یې په ډزو وژلي وو.

نیول شوي کس په دغه جنایت اعتراف کړی چې دوسیه به یې له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته