خبرونهاقتصادټولنه

په خوست کې د ۱.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه چک ډېم د جوړولو چارې پيل شوې

کابل، د سلواغې ۲مه، باختر

د خوست ولایت د دوه منده ولسوالۍ اړوند په انار باغ کلي کې د ۱.۵ ميليونه افغانيو په لګښت د یوه چکډېم د جوړولو چارې پيل شوې دي.

د یاد چک ډېم د چارو پیل پرمهال د شمل خرم فرعي دریايي حوزې رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت د سیمې خلکو ته د دغې اغیزمنې پروژې مبارکي ترڅنګ وویل چې یاده پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت د ۱.۵ ميلیونو افغانیو په لګښت پلې کېږي چې چارې به یې د یوه نیمه میاشتې په موده کې پای ته ورسېږي.

ثابت زیاته کړه، چې یاد چک ډېم به ۲۹متره اوږدوالی او د تهداب په شمول ۴.۵ متره جګوالی ولري.

د نوموړي په وینا، د چکډیم په جوړولو سره به په لسګونو جریبه ځمکه د سېلابونو له تخریب څخه وژغورل شي ترڅنګ به یې د سیمې لسګونو ماهرو او غیر ماهرو کارګرو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

په همدې حال کې د سیمې خلکو د یادې پروژې په پلې کېدو خوښي وښوده او د مسوولینو هڅې یې وستایلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته