امنیت

دملي امنيت شورا ديوې اعلاميې په خپرولوسره دافغانستان په اړوند داسوشيتدپرس دخبري اژانس له خوا خپور شوى خبر بې بنسته وباله .

کابل باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
داسوشيتد پرس  خبري اژانس پرون افغان مقاماتو او طالبانو دتاوتريخوالي له څپو سره سره  خبرې وکړې تر عنوان لاندې  يو مطلب خپور کړى دى .
ددغه مطلب په  محتوا کې ليکل شوي دي چې ګڼې افغان مقاماتو په افغانستان کې  له خونړيو بريدونو او په تيره بيا  له هغو بريدونو وروسته چې په کابل کې وشول  څه ناڅه دوه  ځلې له طالبانو سره خبرې کړې دي .
داسوشيتد پرس  خبري اژانس دغه  څرګندونې  دنامعلومې  سرچينې پربنسټ کړې دي او ويلي يې دي پرته له دې چې دسولې له عالي شورا سره همغږي وشي ، دافغانستان دملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر او ددغه هېواد دملي امنيت لوى رييس معصوم ستانکزي  په جلا جلا ډول له طالبانو سره ليده کاته او خبرې اترې کړې دي .
د زيات وضاحت لپاره دملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر  په رسمي غونډو او له رسنيو سره په خبرو کې تل ويلي دي چې دافغانستان داسلامي  جمهوريت حکومت له طالبانو  سره دهدفمندو  خبرو په ترسره کولو ژمن  دى  او تل به دخبرو دروازې دهغو وسله والو مخالفانو پرمخ چې  له تاوتريخوالي څخه  لاس اخلي  پرانستى  وي دسولې عالي شورا هغه يوازنى مرجع ده چې دسولې دخبرو مشرتوب په غاړه لري او دملي امنيت دشورا دفتر دجمهوري رياست  دعالي مقام په مشرۍ ددغه بنسټ دهڅو او فعاليتونو ملاتړ کوي .
دملي امنيت دشورا دفتر له ټولو رسنيو په تيره بيا داسوشيتد پرس  له خبري اژانس څخه غواړي چې دبې بنسټو  خبرونو له خپرولو مخکې دى  لازم دقت وکړي .
  ختم_ ف _ اکرم                                            

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته