خبرونهاقتصادټولنه

په خوست کې د ۲ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه چک ډېم د جوړولو چارې پيل شوې

کابل، د مرغومې ۷مه، باختر

خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اړوند ترخېلو کلي کې د ۲ ميليونه افغانيو په لګښت د یو چکډېم  بنسټ ډبره کیښودل شوه.

د یاد چک ډېم د چارو پیل پرمهال د شمل خرم فرعي دریايي حوزې رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت د سیمې خلکو ته د دغې اغیزمنې پروژې مبارکي ترڅنګ وویل چې یاده پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت د ۲ملیونو افغانیو په لګښت پلې کېږي

د نوموړي په وینا، د چکډیم په جوړولو سره به په لسګونو جریبه ځمکه د سېلابونو له تخریب څخه وژغورل شي ترڅنګ به یې د سیمې لسګونو ماهرو او غیر ماهرو کارګرو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

په همدې حال کې د سیمې خلکو د یادې پروژې په پلې کېدو خوښي وښوده او د مسوولینو هڅې یې وستایلې.

د یادونې وړده، چې په یاد ولایت کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ۱۸ چکډېمونه جوړېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته