خبرونهاقتصادټولنه

په خوست کې د څه باندې ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو سربند او کانال جوړ شول

کالب، د وري ۱۲مه، باختر
د خوست ولايت صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۱۲ او ۶۱۹ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اوبو سربند او کانال د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه سربند او کانال صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند سوري پاڼ منځ کلي کې د سويس هیواد په مالي لګښت د ۸ میاشتو په لړ کې جوړ شوي، چې بشپړېدو سره یې ۴ زره ۴۴۰ جرېبه کرنیزه ځمکه خړوبه او هم به ورسره د اوبو د کموالي ستونزه هواره شي.
د سيمې اوسېدونکو ددغه پروژې په بشپړېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې په کرنیزه برخه کې ورته سهولتونه او امکانات برابر او د هر فصل حاصلات به یې زیات شي.
دوی دغه راز غوښتنه وکړه چې د کانال پاتې برخه دې هم ورته ورغول شي.
د یادونې وړ ده چې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د شیخ زاید دوهم نمبر، الګاډې شیخانو، صبریو څپري، نادرشاه کوټ، دوه منده، تڼيو، موسی خېلو، باک، ګربزو ذخیروي بند، او تریزیو چکډيمونه پروژې چارې هم رواني دي چې له منځه یې د ځينو چکډیمونو چارې بشپړې شوې او د ځينو چارې روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته