امنیت

دجوزجان دآقچې ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوى ولسوال ونيول شو.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٧
دجوزجان ولايت دآقچې ولسوالۍ  لپاره دطالبانو نومول شوى  ولسوال له خپلو دووتنو افرادو سره  ونيول  شو.
په قاري رشيد مشهور فيض الله تيره شپه ناوخته د آقچې ولسوالۍ د سرخ په سيمه کې دهغه په پټنځاى  بريد وشو او ونيول شو .
دجوزجان  ولايت امنيه قوماندان جنرال فقيرمحمدجوزجاني باختر آژانس ته وويل: دوسله والو طالبانو دغه قوماندان د يولړ تروريستي بريدونو په سازمان  ورکولو بوخت و چې ونيول  شو.
فيض الله په  جوزجان کې دوسله والو طالبانو د ډير ظالم قوماندان په توګه ياديږي.
دبمونو دايښودل ، دخلکو ځورونه ،  له خلکوڅخه  دعشر او زکاته په نامه د باج اخيستل او د جوزجان او اقچې ولسوالۍ  په ځينو سيمو کې دقومي مشرانو ترور
د ده په لارښوونه ترسره کيدل.
سيمه ييز مسولين وايي چې دآقچې دولسوالۍ لپاره دطالبانو دنومول شوي ولسوال نيول دامنيت دښه کيدو لپاره زمينه  برابره وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته