کابل، د مرغومې ۲۰مه، باختر
د خوست د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري، د ياد ولايت په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اتحاد کلي په لوبغالي کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم پيل شوې چې پايلوبه یې د خيال مل او مقبلو اول جان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ۲/۱ میدانونو په توپير د خيال مل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ چې يو مياشت يې دوام وکړ، په پاې کې ګټونکی لوبډلې ته د اتلولۍ جام تر څنګ يو پيسه او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.