خبرونهورزش

په خوست کې د قوشتیپې کانال په ویاړ د ټینس بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

کابل، د مرغومې ۱۵مه، باختر
د خوست ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمريت د ټینس بال فدراسیون په چوکاټ کې د مرکز اړوند کونډیو صحرا بازانو په میدان د ټینس بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د پیل لوبه د صحرابازانو او کنډیو زلمیانو ترمنځ ترسره شوه، چې لومړی صحرابازانو توپ وهنه پیل کړه او په اتو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په زیان ۸۱ منډې هدف مقابلې لوبډلې ته ورکړ.
کنډیو زلمیانو په ټاکلیو اتو اورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان ۶۴ منډې جوړې کړې او په همدې ترتیب صحرابازانو دا لوبه په ۱۶ منډو وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړی زیارت ګل و، چې د زلمیانو درې لوبغاړي یې وسوځول.
د یادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې ۳۰ لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته