خبرونهاقتصادټولنه

په خوست کې د سټروسو ۱۰ بڼونه او ۵ شنې خونې جوړېږي

کابل، د مرغومې ۲۱مه، باختر

د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د سټروسو بڼونو د پراختیا او دودول په پار د سټروسو ۱۰ بڼونه او ۵ شنې خونې جوړېږي.

په دغه ولایت کې د سټروسو بڼونه شته او خلک په خپلو کورونو او کروندو کې د سټروسو ونې اېښي دي او يا د سټروسو بڼونه یې جوړ کړي دي.

د یاد ولایت د کرنې ریاست د چارواکو په وینا یاد بڼونه د تودوخې د کنټرول، د اکسیجن د تولید او همدارنګه د خاورې د تخریب د مخنیوي په برخه کې خورا رغنده رول لوبوي او همدارنګه نوموړي بڼونه د بزګرانو لپاره د عاید ترلاسه کولو غوره سرچینه ده.

ورته مهال کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې هلې ځلې کوي، څو د هېواد په کچه بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي، چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته