کابل، د وري ۱۰مه، باختر
د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي د دغه ولایت په مرکز او آقچه ولسوالۍ کې د غلا په تور د ۱۵ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي غلام رسول احمدي باختر آژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو په دوو جلا – جلا عملیاتو کې په مرکز او آقچه ولسوالۍ کې ۱۵ تنه د غلا په تور نیولي دي.
مولوي احمدي زیاته کړه چې د امنیتي ځواکونو په هڅو او له امنیتي ځواکونو سره د خلکو د همکارۍ له امله د جنايي جرمونو په کچه کې د وړم کال په پرتله ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی.
ورته مهال د جوزجان اوسېدونکي د امنیت په ټینګښت خوښ دي او دې برخه کې د امنیتي ځواکونو د هڅو ستاینه کوي.