خبرونهامنیت

په جوزجان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغول شو

کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر

د جورجان په مرکز شبرغان ښار کې د امنیتي ځواکونو له لوري د یو لړ هدفمندو عملیاتو پرمهال د محمد په نوم یو ۱۳ کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

د شبرغان ښار د درېیمې امنیتي حوزې آمر مولوي محمد الله احمدي وویل چې د دغه حوزې په تیمور آباد سیمه کې امنیتي ځواکونو دوه تنه نیولي چې د بلخ ولایت له بلخ ولسوالۍ څخه یې یو ۱۳ کلن ماشوم راتښتولی و او په بدل کې یې د دغه ماشوم له کورنۍ د پیسو غوښتنه کوله.

احمدي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د امنیت د ټينګښت لپاره هڅه کوي تر څو خلک په هوسا توګه ژوند وکړي.

ورته مهال د دغه ماشوم پلار مولوي محمد جلال جلالي د امنیتي ځواکونو له هڅو مننه وکړه او د امنیتي ځواکونو له لوري یې پر وخت اقدام ستاینه وکړه.

د یادونې وړ ده چې پرون په سرپل کې هم امنیتي ځواکونو یو کس د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته