سیاست

د دوه اړخیزو همکاریو د اجرايي کمېټې د ناستې په اړه د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ګډه مطبوعاتي اعلامیه

_کابل_باختر د وږي د مياشتې٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني له تېرو دوو میاشتو راهیسې د افغانستان حکومت دننه یوه پروسه پیل کړې چې د همکارۍ د نوي تړون په نوم یادېږي.
دغه نوښت چې افغان حکومت یې مشري کوي، د یوې سوکاله، باثباته او نېکمرغه ټولنې د جوړولو لپاره د حکومت تعهد ښیې او دا هغه عنصر دی چې امريکا د متحده ایالاتو د جنوبی اسیا لپاره د ستراتیژۍ په جوړولو کې پرې زیاته تکیه وکړه او په پاى کې  د روان میلادي کال د اګست د ماشتې په ۲۱مه نېټه جمهوررئیس ټرمپ اعلام کړه.
جمهور رئیس غني پرون د افغانستان او د امريکا د متحده ایالاتو د دوه اړخیزو همکاریو د اجرائې کمېټې غونډه راوبلله چې د دغې پروسې د څلورو کاري ګروپونو راپورونه واوري.
د جمهور رئیس غني په مشرۍ جوړه شوې دغه غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله او د کابینې یو شمېر وزیرانو هم ګډون درلود.
په غونډه کې په کابل کې د امريکا د متحده ایالاتو د سفارت شارزدافیر هوګو لورنس او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال نیکولسن د امریکایي پلاوي مشري کوله. 
په غونډه کې د دواړو لورو د کاري کمېټې مشرانو د دې همکارۍ د تړون د څلورو برخو )حکومتولۍ، اقتصاد، امنیت، سولې او پخلاینې( پر بشپړېدو رڼا واچوله او څرګنده یې کړه: په ټوله کې د افغانستان دولت، د امريکا د متحده ایالاتو د ۲۰۱۲ کال ستراتیژیکي همکاري له تړون سره سم، دوه سوه معیارونه ټاکلي دي.
له دغه تړون سره سم، افغانستان په نړیوالو معیارونو برابر معیارونه لري چې د حکومتولۍ نورې نړیوالې ادارې لکه نړیوال بانک هم ورڅخه ګټه اخلي او ملاتړ یې کوي.
دغو کاري ګروپونو له تړون سره سم پر هغو پلانونو هم خبرې وکړې چې له مخې به یې په افغانستان کې پرمختګ وڅارل شي او کاري ګروپونه به پرې په راتلوونکې کې خپلې ناستې کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته