خبرونهاقتصادټولنه

په جوزجان کې د اوبو ۲ کوچني بندونه جوړېږي

کابل، د سلواغې ۱۵مه، باختر

د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په آقچه او خانقاه ولسوالیو کې د اوبو د دوو کوچنیو بندونه د جوړولو چارې پیل شوې.

د یاد ریاست د چارواکو په وینا دغه بندونه په دې ولايت کې د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتيا، د وچکالۍ د مخنيوي او د کروندګرو د اوبو د کمښت د ستونزو د هواري په موخه جوړېږي.

په ورته وخت کې د سیمو مشرانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له رهبرۍ څخه مننه او قدرداني وکړه او د بندونو په ساتنه او پالنه یې ټینګار وکړ.

هېره دې نه وي چې د دغو بندونو د جوړولو کار نن د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو د انجنیرۍ او پراختیا رئیس مولوي زین الدین حسام، د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس قاري عبدالغني شریفي او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته