خبرونهامنیت

 په  جوزجان کې اوولس طالبان ووژل شول

کابل/ د زمري١ / باختر

په جوزجان کې په هوايي  بريد کې ١٧ وسله وال طالبان ووژل شول.

دغه وسله وال طالبان تېره شپه شبرغان ښار ته څېرمه عيدمه قلعه کلي په خپل پټنځي کې په نښه شول.

د ځانګړوعملياتو قول اردو رسنيز دفتر د ېوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي دغو وسله والو طالبانو د پوځيانو پرامنيتي پوستو د بريد تيارى نيوه چې پرې هوايي بريد وشو.

دغې قول اردو په دې هوايي بريد کې د ١٧ وسله والو طالبانو وژل کېدل تائيد کړل .

وسله والو طالبانو په  دې اړه څه نه دي ويلي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته