خبرونهټولنه

په تورخم کې ۲۰۵ کورنۍ ثبت شوې او ۱۶۵ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي

کابل، د لېندۍ ۷مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې ۲۰۵ راستنې شوې کورنۍ په تورخم مېشت غالي کې ثبت او بایومیتریک شوې دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن ۲۰۵ راستنې شوې کورنۍ په تورخم مېشت غالي کې ثبت او بایومیتریک شوې او همدا راز  ۱٦۵ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د ورېښمو پله له لارې ۴۸ او د پکتيکا د انګور اډې له لارې درې نورې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې نن په تورخم کې ۵۵۲ کسانو ته وړيا سيمکارتونه هم وېشل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته