خبرونهامنیت

په تورخم کې د ۲۰ زره ډالرو د قاچاق مخه ونیول شوه

کابل، سلواغې ۲۵مه، باختر

د ننګرهار د تورخم دروازې اړوند مسوولین وايي چې په دغه بندر کې د ۲۰ زره ډالرو د قاچاق مخنیوی شوی دی.

د تورخم بندر کمیسار ملا عبدالجبار حکمت باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه بندر کشفي منسوبینو هغه کس نیولی چې غوښتل یې ۲۰ زره امریکايي ډالر ګاوندي هېواد ته قاچاق کړي.

هغه زیاته کړه، چې نیول شوی کس خپل جرم منلی او له پوښتنو او ګرويږنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته