خبرونهاقتصادټولنه

په تورخم کې د عمري پنډغالي د احاطې جوړولو چارې بشپړې شوې

کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر

له پاکستان څخه هېواد ته د بېرته را ستانه شویو هېوادوالو لپاره په تورخم کې د ( عمري پنډغالي) د احاطې جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دې اړه جوړولو شویو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني وویل چې دا پنډغالی په ۲۳۸.۶۳ جریبه ځمکه کې د کابل ښاروالۍ د انجنیرانو له لوري ډیزاین شوی او د بېلابېلو ادارو، ملي سوداګرو او بهرنیو موسسو په مرسته چې، په هغه کې د ژوند ټولې اړتیاوې په پام کې نیول شوې دي جوړ شوی دی.

د یاد پنډغالي احاطه د ۵۰۳۲ مترو په اوږدوالي او۳,۲ مترو په لوړوالي سره د کابل ښاروالۍ له لوري د آریانا جوهر شرکت په مرسته له جال او ۲۵۰۳ اوسپنیزو ستنو څخه په ګټه اخیستلو د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانو په لګښت جوړ شوی چې، قراردادي شرکت هم د پروژې د پلي کېدو په مالي لګښت کې  مرسته کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته