خبرونهټولنه

په تخار کې د ۱۳ ژورو څاګانو د کیندلو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د مرغومې ۹مه، باختر
د تخار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د دغه ولایت په دشت قلعه ، خواجه غار او خواجه بهاء الدین ولسوالیو کې د ۱۳ ژورو څاګانو د کېندولو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارلو خبر ورکړی دی.
د یاد ریاست مشر حافظ شېراحمد باختر آرانس ته وویل چې یادې څاګانې د آغا خان دفتر له لوري د (یو ان اچ سي ار) په مالي ملاتړ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ کېندل شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د نوموړي په وینا دغه څاګانې راستنېدونکو کډوالو ته د څښاک اوبو برابرولو په موخه کیندل شوې دي او ۶۸۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د وچکالۍ له کبله دمګړۍ په یو شمېر سیمو کې خلک د څښاک اوبو د نشتون له کبله له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته