فرهنګ

اعلامیه

کابل باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه
اعلامیه
۱۳۹۵-۰۳-۲۵
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بلخ ولایت، د بلخ ولسوالۍ په خواجه غولک کلي کي، د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار ارواښاد سلطان بهاالدین ولد د مدرسې د ترمیم او بیارغوني په برخه کي د ترکیې د لومړي وزارت د پرمختیايي ادارې د ریاست ( ټیکا ) سره په ګډه کار کوي.
د هغه پوهاولیک له مخي چي د ۲۰۱۰م کال د جولای د میاشتي پر شلمه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر سره لاسلیک کړی، تر څېړنو وروسته، دواړه لوري په ګډه هڅي کوي.
په پام کي ده چي په دغه سیمه کي، د لرغوني مدرسې ( خانقاه ) د مسلکي ترمیم او بیارغوني ترڅنګ کتابتون، چایخونه، د موټرو تمځای او نوري اړیني ودانۍ جوړي سي. ځکه حکومت دغي لرغوني آبدې ته نږدې، د پنځه دېرش جریبه شاوخوا په کچه، کورونه د ساحې د پراختیا په موخه استملاک کړل او څښتنانو ته یې د مولاناجلال الدین محمد بلخي په نوم، په نوي ښارګوټي کي بدیل په پام کي نیول سوی دی.
د بهاالدین ولد مدرسې، د پروژې چاري د پوهاولیک د لاسلیکېدلو څخه پیل سوي او تر هراړخیزي بشپړتیا پوري به دوام کوي، چي شاوخوا لس مېلیونه ډالره لګښت باندي راځي او دغه لګښت د ترکیې جمهوریت پرغاړه اخیستی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته