کابل، د لېندۍ ۱۴ مه، باختر
د تخار د بدني روزنې او سپورټ مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې ۸ پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.
د مسوولینو په وینا، دغه سیالۍ د هېواد په غوره لیک سیالیو کې چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې په کابل کې ترسره شي د چاپندازانو د چمتووالي په موخه په لاره اچول شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې په یادو سیالیو کې پهلوان صبغت الله ، پهلوان شمس الله، پهلوان سمیع ، پهلوان خالد، پهلوان شبیر، پهلوان غلام او پهلوان عتیق مختار وتوانېدل چې ښه وځليږي او جایزې ترلاسه کړي.