کابل، د غوايي ۲مه، باختر
اروپا کې مېشتو افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبیب الله آغا سره په کتنه کې د پوهنې په برخه کې د ترسره شویو پرمختګونو او د هېواد بچیانو لپاره د دیني او عصري علومو په برخه کې د ښوونیزو او روزنیزو آسانتیاوو د برابرولو له امله د خوښۍ ښودلو ترڅنګ د ښوونيز او روزنيز بهير اړوند نورو موضوعاتو په تړاو تفصيلي خبرې کړې دي.
په دغې کتنه کې، راغلي پلاوي د هېواد د پوهنيز نظام د لاښه والي په اړه یو لړ نظریات او وړاندیزونه د پوهنې وزارت سرپرست سره شریک کړل، چې د ياد وزارت د سرپرست له خوا په لېوالتیا سره اورېدل شوي دي.
د پوهنې وزارت سرپرست دغه پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د ياد وزارت د راتلونکو پلانونو او پروګرامونو په اړه یې راغلي پلاوي ته معلومات وړاندې کړي.
همدارنګه نوموړي د ښوونيز نظام په تړاو د افغان پلاوي وړاندیزونه اغېزمن ګڼلي او د هغوی د ملي احساس ستاینه کړې.